افغانستانخبرونه

امریکا او قطر افغانستان کې د زده کړو لپاره ۵۰ ميليون ډالر مرسته کوي

د امریکا او قطر ترمنځ د افغانانو د زده کړو او ښوونيزو بورسونو لپاره د ۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت يو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې به ۱۰۰ زره له زده کړو پاتې افغان ماشومانو ته د بېلابېلو ښوونيزو برنامو زمینه برابرېږي او دغه راز به په قطر کې ۲زره افغان ځوانانو ته د درسونو بورسیې ورکول کېږي.

دا هوکړه لیک د امریکا د پرمختیايي ادارې USAID او د قطر د زده کړو د ادارې EAA ترمنځ لاسلیک شو.