سرچینې وايي، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر نن په کابل کې په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
طالبانو ته نږدې سرچینو کابل ټلیګراف ته وویل چې د خلیل الرحمن حقاني په موټريز کاروان نن غرمه مهال هغه وخت چاودنه وشوه چې نوموړی له وزارته د بهر کېدو په حال کې و.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي خو ځينو طالبانو په اېکس شبکه کې د هغه په وژل کېدو د غمرازۍ پيغامونه خپاره کړي دي.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني کاکا دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کندهار او کابل د طالبانو ترمنځ ځينې اختلافات رامنځته شوي دي.