افغانستانخبرونه

لغمان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د «خپل هېواد خپل تولید» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی دی.

د لغمان د سوداګرۍ او صنعت رییس مولوي سلامت خان بلال نن(سه شنبه،۲۱د لېندۍ) وویل، په دې نندارتون کې د دغه ولایت په‌ګډون د ننګرهار، کونړ، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کورنیو تولیدي  شرکتونو ګډون کړی دی.

د هغه په خبره دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د کورنیو تولیداتو لپاره جوړ شوی چې، موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، کورنیو تولیدي شرکتونو ترمنځ همغږي رامنځته کول او پېردونکو ته د کورنیو تولیداتو ښودل دي.

مولوي سلامت خان زیاتوي«دا نندارتون به درې ورځې دوم کوي چې، په کې د لغمان، ننګرهار، کابل او نورو ولایتونو تولیدات نندارې ته اېښودل شوي، موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه، د تولیدي شرکتونو همغږي او خپل کورني تولیدات هیوادوالو ته ښودل دي.»

د نوموړي د مالوماتو له مخې په دې نندارتون کې نېږدې ۴۰ غرفو کې بېلابېل ډوله کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شوي دي.

د نندارتون یوشمېر ګډونوال هیله څرګندوي چې وکولی شي له دې لارې د خپلو سوداګریزو توکو لپاره ښه بازارموندنه وکړي.

دوی له مسوولانو غواړي چې ملاتړ یې وکړي او محصولاتو ته یې بازارموندنې وکړي.

افغانستان کې اوسمهال سلګونه فابریکې فعاله دي، چې د ګڼ شمېر اړتیا وړ توکو د تولید ظرفیت لري، خو د دغو توکو لپاره د بازار نشتوالی یې پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي.