د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې په کابل کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د شوي ځانمرګي برید مسولیت ومانه.
یادې ډلې تېره شپه(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ)ناوخته په خپله ویب پاڼه«اعماق»کې خپاره کړي چې، په کابل کې یې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د دوی په حمله کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې، خلیل الرحمان حقاني د داعش ډلې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی.
مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«مولوي خیلی الرحمنان حقاني د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی دی»
طالب چارواکي تر ډېره د خوارجو کلمه د داعش وسلهوالې ډلې لپاره کاروي.
خلیل الرحمان حقاني پرون چهارشنبه د وزارت په داخل کې کې د یو ځانمرګي برید ښکار شو، چې په کې د نوموړي په ګډون ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله وواوښته.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د کورنیو چارور د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني ورور دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و، چې په هیواد کې یې داعش ډله ځپلې او اوس یې پخوانی دم نشته.