زمبابوې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
افغان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو شل اوریزه سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه زمبابوې ته وبایلله.
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې، په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.
که څه هم افغان توپونکو ژر ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو تر نورو زیاتې منډې کریم جنت ۵۴ او دغه راز محمد نبي ۴۴ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د زمبابوې لوبډله وتوانېدله چې د شلم اور په وروستي بال سره په څلورو ویکټو دا هدف پوره او افغانستان ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې د زمبابوې په کوربه توپ ترسره کیږي، ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به دوېمه شل اویزه لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ او بله هغه به د شنبې په ورځ ترسره کړي.