افغانستانخبرونه

امربالمعروف وزارت: رسنۍ دې د موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، په کابل کې يې د يو شمېر غږيزو رسنيو مسوولینو سره په لیدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې د موسيقۍ له خپرولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د دغه وزارت محتسبینو د کابل ولايت د يو شمېر غږیزو او چاپي رسنيو له مسوولینو سره نن لیدلي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي:”د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسؤلینو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي.”