افغانستانخبرونه

يوناما د خلیل حقاني وژل وغندل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا يوناما په کابل کې د پروني ځانمرګي برید پرمهال د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر وژل وغندل.

دغه برید چې پرون د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې شوی او داعش وسله والو يې مسولیت پرغاړه اخېستی، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سربېره په کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يا يوناما دفتر نن په يوې خپرې کړې اعلامیه کې دا بريد غندلی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي:”یوناما د افغانستان واکمنو چارواکو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو پر وزارت باندې برید غنډي چې پکې د واکمنو چارواکو د وزیر په ګډون ګڼ شمیر خلک ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.”
تر دې وړاندې د ايران او پاکستان چارواکو هم پر خلیل حقاني شوی برید غندلی دی.