خبرونهنړۍ

ټرمپ: د غیر قانوني کډوالو د ويستلو لپاره له پوځ ګټه اخلم

د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له دغه هېواد څخه به د غیر قانوني کډوالو د ویستلو په پرورګرام کې له پوځ څخه ګټه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې له ټایم مجلې سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړي دي.

نوموړي غیر قانوني کډوالو ته د بدیدګرو خطاب کړی او ويلي دي چې د پوځ ترڅنګ به له خپل ملي ګارډ څخه هم ګټه پورته کړي.

دی وايي، غیر قانوني کډوالو راتګ امریکا ته هم ستر ګواښ پېښ کړی او هم يې داخلي او اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي چې بايد ټول بېرته خپلو هېوادونو ته په خپله خوښه ستانه شي که نه دا به يې په زوره بهر کړي.

ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنيزو کمپايونونو کې هم د غیر قانوني کډوالو د ويستلو او د نورو غیر قانوني کډوالو د ورتګ د مخنيوي په برخه کې پراخې څرګندونې کړې وې.