افغانستانخبرونه

د امنیت شورا د ۱۴ غړو هېوادونو ګډه اعلامیه: د افغانستان راتلونکي کې د ښځو ونډه اړینه ده

د امنیت شورا ۱۴ غړو هېوادونو په يوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې د دغه هېواد په راتلونکي سیاسي تصمیمونو او حکومتدارۍ کې ښځو ته ونډه ورکړي.

يادو هېوادونو چې د امنیت شورا د کلنۍ غونډې په څنډه کې يې يوه ګډه اعلامیه ورکړه، په افغانستان کې يې د بشري حقونو د سرغړونې، د ښځو د وضعيت او يو شمېر نورو مسایلو په تړاو اندېښنې څرګندنې کړې دي.

دوی ويلي چې افغانستان کې لا هم ښځې له ناوړه وضعیت سره مخ دي، د زده کړو، کار او ژوند کولو له حقونو بې برخې شوې دي.

دوی وايي، د افغانستان په راتلونکي سياسي پرېکړو کې باید ښځو ته بشپړه ونډه ورکړل شي او د دوی پر وړاندې له بشري سرغړونو دې لاس واخېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو مشر ملا هیبت الله له لوري د ښوونځيو او پوهنتونونو وروسته د روغتیا په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو هم نجونې را وګرځولې.