د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې، د هرات-تورغونډۍ لويه لار د موټرو د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
یاد اژانس نن(یک شنبه،۲۵ د لېندۍ)خبر ورکړی چې، دغه لویه لاره سهار مهال د زیاتې واورې ورښت له کبله د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په «بند بقرچر»سیمه کې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.
بلخوا د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر یاده لاره له تېرېدونکو خلکو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې، د واورې ورښت له کبله دې پر یاد لویه لار له تګراتګ ډډه وکړي.
یاد وزارت دغه راز نن په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د تېزې واورې او باران د ورېدو اټکل کړی. دغه راز یاد ادارې د سالنګونو په ګډون په فراه، هرات او بلخ ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم کړی دی.