د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو چارو وزارت وایې چې، د کابل-غور لویه لاره د زیاتې واورې د ورښت له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند محمد اشرف حق شناس نن(دوشنبه،۲۶د لېندۍ)په خپله اېکس پاڼه د کابل- غور د لوې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې یاده لویه لاره د «بکک» کوتل په سیمه کې د واورو د ورښت له امله تړل شوې ده.
د هغه په خبره هڅې یې پیل کړي چې دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په سالنګونو کې هم واوره ورېږي، خو دا لويه لاره د وړو موټرو پرمخ خلاصه ده.
له دې یوه ورځ مخکې د هرات-تورغونډۍ لویه لاره هم د زیاتې واورې ورېدو له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.
د کابل-غور لویه لاره د هیواد یوه له مهمو لارو ګڼل کیږي چې، هر کال د واورو د ورېدو له کبله د ترافیکو پرمخ تړل کیږي.