خبرونهسیمه

نن په بنګله دېش کې د پاکستان د شرمناکې ماتې ۵۳کاله پوره شول

نن په بنګله دېش کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت د ماتې ۵۳ کلونه پوره شول. د ۱۹۷۱ کال د ډېسمبر په ۱۶مه د شیخ مجیب الرحمن تر قیادت لاندې بنګالیانو وکولی شول چې د پاکستاني اسټبلشمنټ له واک ځان خلاص او بنګله دېش په سیمه کې د يو نوي هېواد په توګه رامنځته کړي.

دا هېواد چې له اوسني پاکستان لوی، د وګړو شمېر يې ترې ډېر خو په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال چې برتانوي هند په هند او پاکستان ووېشل شو، دا چې دغه هېواد اکثریت وګړي مسلمانان و؛ نو بنګله دېش هم د پاکستان برخه شوه، په داسې حال کې چې د اوسني بنګله دېش او اوسني پاکستان ترمنځ د هند ستر هېواد پروت و؛ مګر بیا هم دا هېواد د پاکستان د حکومت برخه وه.

هغه مهال چې په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان په ټولټاکنو کې د شیخ مجیب الرحمن ګوند وګټله او ټاکل شوې وه چې شیخ مجیب الرحمن لومړی وزیر شي، د پاکستان پوځ دا ټاکنې ونه منلې او د خپلې خوښې کس يې واک ته را وسته چې شیخ مجیب الرحمن پاڅون وکړ او په بنګله دېش کې يې د هند په مرسته پاکستان ته ماتې ورکړه او دغه هېواد يې د يو خپلواک هېواد په توګه اعلان کړ.

په دغه ورځ باندې د پاکستان ۹۳زره پوځيان او جنرال په شرمناک ډول باندې تسلیم شول چې تر اوسه يې هر پاکستانی دا ماتې په یاد لري.

نن پاکستاني رسنيو په دې تړاو بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي او دا يې يوه نه هېردونکې ورځ ګڼلې ده.

د پاکستان سماء تلويزيون په يو راپور کې ليکلي: “وہ زخم جو کبھی بھر نہیں سکتا، سقوط ڈھاکہ کو 53 برس بیت گئے” یعنې هغه ټپ چې کله به هم جوړ نه شي، د ډاکې د سقوط ۵۳ کاله تېر شول.