د افغانستان د پهلوانۍ د ملي لوبډلې غړی پهلوان هارون سالنګي د اروپا په کچه د سرو زرو مډال وګاټه.
هارون سالنګي په پرلپسې توګه ۸ سيالۍ وګټلې او په خپل ۵۷ کيلو ګرامه وزن کې يې د اتلولۍ لومړۍ مقام يې خپل کړ.
هارون پهلوان چې د افغانستان د پهلوانۍ د فډراسيون پخوانی غړی او د هېواد په کچه نايب قهرمان و، په دغو سياليو کې يې د مهاجرت ټاټوبي انګلينډ په استازولۍ ګډون کړی و.
دغه سيالۍ چې په د فنلينډ هېواد په کوربتوب چمتو شوې وې، د هارون رقيبان پکې د هند او فنلينډ پهلوانان ول.
په هېواد کې له وروستيو بدلونونو او د طالبانو له واکمنۍ سره ډېر استعدادونه وطن پرېښودو ته اړ شول چې اوس د مهاجرت پر مهال د کوربه هېوادونو په استازولۍ په نړيوالو سیاليو کې ګډون کوي او د هغوی بیرغ اوچتوي.