د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه په کابل کې د ديپلوماتانو لپاره ځانګړی ښارګوټی جوړوي.
دغه وزارت ويلي، دا ښارګوټی به د دارالامان په سیمه کې موقعيت ولري او د ۳۷۱ جریبه مساحت لرونکی به وي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د يوې اعلامې په خپرولو ويلي چې د سروې او جي، ای، ایس ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په کابل ولایت کې د دیپلوماتیک ښارګوټي جوړولو په موخه توپوګرافي سروې ترسره کړه.
د سروې تخنیکي ټیم یې د کابل په دارالامان سیمه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جوړېدونکي دیپلوماتیک ښارګوټي د ساحې توپوګرافي سروې وکړه.
یاده سروې په دارالامان ساحه کې د (371.5) جریبه ځمکه وشوه، چې له مخې به یې نورې چارې تنظیم شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه په یاده ساحه کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره منظم ښارګوټی جوړوي.