مبارزو لیکوالو سره د ملا یعقوب پر ناسته د ځينو طالب پلويانو نیوکې
په داسې حال کې چې پرون د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د دغې ډلې پلو يو شمېر (مبارزو او مخکښو) لیکوالو سره کتلي او د تبلغاتي جګړې د پراختيا سپارښتنې يې ورته کړي دي، ځينو طالب پلويانو د ملا یعقوب پر دغه ناسته نيوکې کړې دي.
دغه طالب پلوه لیکوالان وايي، دوی په ډېرو سختو شرايطو کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د طالبانو په پلوۍ او د فکري جګړې د دوام لپاره لیکنې او کار کړی خو اوس امتيازات د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ (مبارزو لیکوالو) ته ورکول کېږي.
د طالبانو د دفاع وزير مولوي يعقوب مجاهد خپلو د ټولنيزو شبکو فعالانو، وياندويانو او پلويانو سره په ليدنه کې هغوی ته ويلي، نظام يې له پراخ تبليغاتي هجوم سره مخ دی او سپارښتنه يې کړې، چې بايد لا ډېر فعال شي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع ليکلي، دغه غونډه د مخکښو ليکوالانو او مشرتابه ترمنځ د همکارۍ، مهمو مشورو، نظرونو او معلوماتو شريکولو په موخه جوړه شوې وه: «ښاغلي مجاهد د مسلمانانو فکري تنوير يو مهم کار وباله او هغوی يې په فکري برخه کې د خلکو خدمت او د اسلامي نظام په ملاتړ لا زيات کار ته وهڅول.»
نوموړي ليکلي، ځينو برخوالو د ټولو ګډونوالو په نمايندګۍ خبرې وکړې، جوړه شوې غونډه يې ګټوره وبلله او په امنيتي او تصفیوي برخه کې يې مشرتابه ته با ارزښته مشورې وړاندې کړې.
د طالب پلوه لیکوالو او طالبانو نیوکې
يو شمېر طالبان او طالب پلوه لیکوالان بیا د ملا یعقوب او دا ډول نورو غونډو باندې چې له (مبارزو او مخکښو) لیکوالانو سره د طالبانو د مشرانو لخوا ترسره کېږي نيوکه کوي او وايي، په سختو شرايطو کې دوی مبارزه کړې خو امتیازات د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ماډل لیکولانو ته ورکول کېږي.
دوی وايي، په هغه وخت کې چې فکري مبارزې ته اړتيا وه او په افغانستان کې د طالبانو په پلوۍ لیکنه کول يا نظر څرګندول لوی جرم و، د ګوتو په شمار کسانو لیکوالي کوله خو اوس چې نظام دی او امتيازات شته، سلګونه لیکوالان را پيدا شوي دي او امتیازات اخلي.
د دوی له ډلې خوشال درانی چې د طالبانو په پلوۍ يې کلونه لیکوالي کړې ده، د نيوکې ترڅنګ يې د طالب مشرانو څخه ګیله هم کړې ده.
هغه پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي دي: “پرو سږکال په امپریال هوټل کې د مبارزو لیکوالو غونډه وه. پوره ۱۵۰۰ نفر رابلل شوي وو. زه د خپلې ادارې لهخوا ولاړم، گنې زه بلل شوی نهوم. د امریکایي اشغال پر مهال ۱۵۰۰ لیکوال چېرته وو؟ په دوی کې د هغه وخت پنځوس تنه هم نهوو. ډېری د ۲۱ او ۲۲ کلونو مبارزین وو. اوس د مخکښ لیکوالو غونډه وه. زه په چا بدنیتي نه کوم، خو دلته هم لیکوال او مبارزین کم او د ۲۱ او ۲۴ کلونو مخلوق ډېر وو.”
دغه راز يو بل لیکوال توحیدالله لحاظ وايي، همدغه وجه وه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته يې د طالبانو په ملاتړ لیکوالي پریښې ده.
دی وايي، طالبان دې خپلو پخوانيو پلويانو ته په درنه سترګه وګوري او د اوسنيو لیکوالو په پرتله دې هغو ته ډېره پاملرنه وکړي.