په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سخت بریدونه شوي او ګڼ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
په لومړۍ پېښه کي د پاکستان پوځ د وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، وسله وال وار له مخه له بریده خبر ول، چې د نښتې په ترڅ کې یې ډېر پوځیان ووژل شول.
په دوهمه پېښه کي وسله والو د پاکستان د پوځ پر کاروان برید کړی، چې له امله یې سخته نښته شوې، خو په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه کره راپورونه تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.
په دریمه پیښه کې د پاکستان د پولیسو په یوه پوسته کې دوه پولیس د نامعلوم لوري څخه په مرمیو ولګیدل او ځای پر ځای ووژل شول.
همدغه راز په څلورمه پيښه کې هم وسله والو دپاکستاني پوځ په يوه بله پوسته بريد کړى چې په ترڅ کې يې درې عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د “لشکر اسلام پاکستان” په نوم یوې ډلې د پورتنیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.