خبرونهنړۍ

نتنیاهو: نږدې وخت کې به د سوریې داخلې يوې حائل سیمه کې زموږ پوځيان پاتې شي

وروسته له هغې چې په سوریه کې د بشار الاسد په مشرۍ نظام ړنګ شو او د تحریر الشام وسله واله اسلامپاله ډله واک ته ورسېده، اسرائیلي ځواکونو د سوریې په خاوره پراخ بریدونه ترسره کړل چې تازه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي چې ځواکونه به يې د سوریې په خاوره کې دننه په يوه حائل سیمه کې پاتې شي.

هغه ویلي تر هغې چې دوی د امنيت د ټينګښت لپاره نور پلانونه جوړوي، اسرائیلي ځواکونه به د جبل الشیخ په سیمه کې چې يوه حائل او سرحدي سیمه ده پاتې شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون له همدغې سيمې څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

هغه ويلي ۵۳ کاله وړاندې دی همدغه سیمه کې د یو عسکر په توګه پاتې شوی دی چې ورته دغه سیمه ډېره مهمه ده.