افغانستانخبرونه

افغانستان له ازبکستان سره د ۲۰۲۵کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون نوی کړ

په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د راتلونکي ۲۰۲۵ کال لپاره یې له ګاونډي هېواد ازبکستان سره د برېښنا اخیستو تړون د تمدید هوکړه لاسلیک کړې ده.

د یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د برېښنا پېرلو تړون تمدید هوکړه لیک د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو اجرايي رییس عبدالباري عمر او د ازبکستان برېښنا شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په ورته مهال عام هیواد وال هم له ازبکستان سره د برېښنا تړون له نوي کېدو هرکلی کوي او په خبره یې، د برېښنا شرکت مکلف دی چې، د برېښنا په برخه کې د خلکو اړتیا پوره کولو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي.

د مالوماتو له مخې ایران، تاجیکستان، ازبېکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې افغانستان د خپلې اړتيا وړ۸۰ سلنه برېښنا ترې پېري او په بدل کې یې هر کال دغو هېوادونو ته څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ورکوي.