د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري په پروان ولايت کې د کوډګرۍ/جادوګرۍ په تور پنځه کسان نيول شوي دی.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان ولایت د امربالمعروف ادارې محتسبینو تېره يوه اوونۍ کې پنځه کسان چې اکثریت يې ښځې وې، د کوډګرۍ/جادوګرۍ په تور نيولي دي.
خبرپاڼه کاږي چې د اسلام مبارک دين او فقهې له مخې سحر او جادو حرام عمل دی او باید مخه يې ونيول شي.