د اسرائیلو حکومت په يوروشیلم کې د دغه هېواد يو وګړی ایران ته د جاسوسۍ په تور نيولی دی.
په نیول شوي کس تور دی چې له ایران څخه يې د زیاتو پیسو په تر لاسه کولو سره هغوی ته ګڼ استخباراتي معلومات په لاس ورکړي دي.
امنیتي ادارو ويلي، د دغو معلوماتو په شریکولو سره ایران توانېدلی چې پر اسرائیلو د برید پرمهال له همدغو معلوماتو ګټه اخېستې ده.
ایران ته د دغه جاسوسي کوونکي شخص نوم جان ښودل شوی دی او له اکتوبر میاشتې راهېسې يې د جاسوسي ادارو لپاره کار کړی دی.