په سوریه کې د تازه واکمنې ډلې تحریر الشام رهبر ابو محمد الجولاني اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی په خاوره دې بریدونه پای ته ورسوي.
په سوریه کې د تحریر الشام ډلې قوماندان له انګلیسي ورځپاڼې ټایمز سره په مرکه کې د اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړی چې ځواکونه یې باید په سوریه کې خپل بریدونه پای ته ورسوي.
په دغه خبرداري کې دغه راز زیاته شوې، چې اسرائیلي ځواکونه دې له هغه سیمو څخه ووځي، چې د بشارالاسد رژیم له نسکوریدو وروسته دغه رژیم نیولي.
ابو محمد الجولاني په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې پر سوریې د برید لپاره د اسرائیلو توجیه د حزب الله او په ایران پورې تړلو د ملېشو شتون په ګوته کاوه.
باید وویل شي، دا چې په سوریه کې د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته دغه توجیه له منځه تللې، اسراییلو ته لازمه ده چې له یادو سیمو څخه ووځي.
په ورته وخت کې د سوریې په نیواکي جولان کې د اسرائیلو پرله پسې یرغلونو ته د عرب لیګ هېوادونو غبرګون ښودلی.
دوی په یوې بیانیې کې د سوریې په جولان سیمه برید غندلی او دا یې یو دښمنانه اقدام ګڼلی.
د عرب لیګ په بیانیه کې راغلي؛ نړیواله ټولنه باید پر اسرائیلو فشار راوړي چې سمدستي د سوریې په جولان کې خپل پیل شوی عمل ودروي او نړیوالو پریکړه لیکونو ته غاړه کیږدي.
اسرائیلو د اسد د حکومت له نسکوریدو وروسته په پرله پسې توګه د نیواک شوي جولان په شمول د سوریې په خاوره حملې کوي او په دغه سیمه کې د میشت ځایونو د جوړولو پلان لري.