افغانستانخبرونه

طالبانو په پکتیا کې ۸ کسان په درو وهلي

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایې چې، په پکتیا ولایت کې یې ۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تورعام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه نن(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان یې د غلا، قتل، نامشروع اړیکو او د انسان تښتونې په تور ۳۹-۳۹ دورې وهل شوي او هر یو ته یې له دوو تر لسو کلونو پورې د بند سزا هم ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو په مراسمو کې عامو خلکو او دغه راز د پکتیا سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ۲۲ ښځو په ګډون ۱۵۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.

بلخوا د بشري حقونو بنسټونو په وروستیو کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د سزاګانو ډاګیز پلې کول، په ځانګړې توګه مېرمنې په درو وهل خواشینوونکي بللي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره کړې وې.