افغانستانخبرونه

ختیځ کې د دولتي پوهنتونونو ۵۲ استادان له دندو ګوښه شوي

خبري سرچینې وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لورې د مذهبي خوځښتونو د غړیتوب په تور د ننګرهار پوهنتون څخه ۴۰ او د کونړ پوهنتون څخه ۱۲ تنه استادان له دندو ګوښه کړای شوي دي.

د دغه خبر له مخې؛ د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو، ښوونې او روزنې پوهنځي، کرنې، شرعیاتو او یو شمېر نورو پوهنځیو ۴۲ تنه استادان په اسلامي حزب، جمعیت اصلاح، وهابي او حزب التحریر په ګډون یو شمېر مذهبي خوځښتونو کې د غړیتوب په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي.

ویل کیږي، د لوړو زده کړو وزارت له لورې د یادو ګوښه شویو استادانو لیست د ننګرهار پوهنتون ته استول شوی، خو په رسمي ډول د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار ولایتي ادارې لا په دې اړه څه ندي ویلي.

د طالبانود لوړو زده کړو وزارت له لورې تیره اونۍ د کونړ پوهنتون څخه ۱۲ استادان د سلفي مذهب په تور له دندو ګوښه کړای شوي وو.