د غزني سیمهییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو ځوان د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.
سرچينو چهارشنبه رسنیو ته منلې چې د دې ځوان مړى د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند له نواباد سیمې څخه د دغه ولايت روغتون ته لېږدول شوى دى.
که څه هم د پېښې د مقتول هویت څرګند نه دی، خو سرچینې زیاتوي چې دا کس د غزني د برېښنا ریاست کارکوونکی و او شپه مهال د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.