د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو او هئیت تحریر الشام ډلو سره یې تعامل د متحده ایالاتو د ګټو د خوندیتوب او د خپل بندیانو د بیا راخلاصولو لپاره دی.
تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو چې د شرعي اصولو په رڼا کې متحده ایالاتو سره تعامل لرلو ته تیار دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره اونۍ وویل چې د سوریې نوی حکومت به د ځينو شرایطو پوره کولو وروسته په رسمیت وپېژني او ملاتړ به یې وکړي.