کابل ټیلیګراف ( د ډیسمبر ۱۹مه ـ ۲۰۲۴)
تېره ورځ د ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکي بس او ټانکر د ټکر له امله چې وروسته نور ټکرونه هم پکې رامنځته شوي، په غزني کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې نږدې نیم کسان یې طالبان ول چې یو شمېر یې له هلمنده کابل ته راتلل او یو شمېر نور یې له کابله ستنېدل.
د طالبانو فیسبوک چلوونکي په ټولنیزو رسنیو کې د ۱۶ طالبانو د تصفیې فورمې خپرې کړي او دعوه لري چې له دغه شمېر زیات کسان یې وژل شوي. دغه فیسبوک چلوونکي یاده ټرافیکي حادثه طبیعي پېښه نه ګڼي، بلکې وار له مخه پلان شوې پېښه یې بولي.
د ټولنیزو رسنیو طالبان غوښتنه لري چې د پېښې لاملونه دې وڅېړل شي او عاملینو ته دې درنه سزا دې ورکړل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد پر لویو لارو د مسافروړونکو لویو بسونو د ټرافيکي پېښو له امله مسافرین وژل کېږي؛ خو په تازه پېښه کې د دومره زیات شمېر طالبانو مړینې د طالبانو په منځ کې ځینې انديښنې راپورته کړې دي.