د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا کې په دریو جلا عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
ډان پاکستان د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۸) خبر ورکړ چې دغه عملیات په تېرو ۴۸ ساعتونو کې شوي دي.
د يو بل خبر له مخې ؛ لومړني عمليات دپوځيانو په ” ټانک” سيمه کې ترسره شول چې په نتيجه کې يې د پاکستان له پوځيانو سره په نښته کې اووه تنه وسله وال ووژل شول.
په وروستيو کې د پاکستاني ځواکونو او مختلفو وسلوالو حرکتونو تر منځ وسلوال جنګونه ډېر شوي چې له دواړو خواوو د تلفاتو خبرونه هره ورځ خپرېږي.