خبرونهلوبې

افغانستان له زيمبابوې د ۲۳۲ منډو په توپیر د کرکټ د يوورځنۍ لوبې بريا خپله کړه!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه زمبابوې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

په ۲۳۲ منډو دغه بریا، په منډو کې د توپیر له اړخه په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغان لوبډلې تر ټولو ستره بریا ده.

د لوبې په پیل کې پچه د زيمبابوی لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې په پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل تر ټول ښه توپوهنه وکړه او ۱۰۴ يې وکړې. عبدالمالک بل پیليز توپوهونکي و چې له صديق اتل سره يې اوږده ملګرتيا وکړه او د ۸۴ کولو نه وروسته وسوځېد. دوو نورو لوبغاړو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۹ او محمد نبي ۱۸ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې ټول افغان لوبغاړي ښه وځلېدل او د زيمبابوی ټول ۱۰ لوبغاړي يې په ۵۴ منډو کې وسوځول.

په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر او نويد ځدراڼ د زيمبابوی درې درې لوبغاړي وسوځول، فضل حق فاروقي ۲ او عضمت عمرزي ۱ لوبغاړي وسوځول او بريا يې خپله کړه.

صديق اتل د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې د شل اوريزه لوبو لوبلړۍ هم افغانستان ګټلې او د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې د باران له امله د افغانستان او زيمبابوی لومړۍ لوبه بې نتيجې پای رسېدلې چې عضمت عمرزي پکې د زيمبابوی ۴ لوبغاړي سوځولي وو.