لوبې
د ICC پرېکړه؛ چمپینز ټرافۍ کې به د هند لوبې پاکستان کې نه ترسره کیږي
د کرکټ نړیوالې شورا وایي، د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ مهال ویش به ژر اعلان کړي، چې له مخې به یې د هندوستان ټولې لوبې له پاکستان څخه بهر ترسره شي.
دغه شورا زیاته کړې، چې تر ۲۰۲۷ کاله پورې د هند او پاکستان ټولې لوبې به د فیوژن فارمول له مخې ترسره کیږي، چې د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي، د میرمنو نړیوال جام او راتلوونکي ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام کې به تطبیق شي.
د دغه پرېکړې له مخې؛ د کرکټ نړیوالې شورا ټولې سیالۍ چې هند او پاکستان یې کوربتوب کوي، د دغه دواړو لوبډلو لوبې به د یادو هېوادونو پر ځای د کوربه هېواد په خوښه په یو بل درېیم هېواد کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې جمپینز ټرافي د پاکستان، ۲۰۲۶م نړیوال جام د هند او د میرمنو نړیوال جام د پاکستان په کوربتوب ترسره شي، چې د هند او پاکستان لوبې به د کوربه لوبډلې په خوښه په درېیم هېواد کې ترسره شي.