د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له یمن وروسته افغانستان د کولرا ناروغۍ د ډیرو پېښو د ثبت له امله په نړۍ کې دویم ځآی خپل کړی.
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، سږ کال په افغانستان کې د کولرا ۱۲۵ زره ۶۲۹ پېښې ثبت شوي، له همدې امله یمن د ډیرو پېښو په ثبت کې لومړی، افغانستان دویم او پاکستان درېیم ځای لري.
د یادونې وړده، چې تیر کال د کولرا له امله د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې شاوخوا ۴ زره کسان مړه شوي دي.