افغانستانخبرونه

سرچینې: طالبانو د میرویس نیکه او مهمند بابا ترانسپورټي شرکتونو فعالیت ځنډولی

د کابل ـ هرات پر لویه لاره د غزني ولایت په مربوطاتو کې تیره شپه د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله چې په ترڅ کې ۱۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، طالبانو د دوو ترانسپورټي شرکتونو فعالیت ځنډولی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، د یادې پېښې له امله یې د دوو ترانسپورټي شرکتونو فعالیت ځنډولی او تر هغې چې څېړنې بشپړې نشي، دوی د فعالیت حق نلري.

خو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یاد ترانسپورټي شرکتونه میرویس نیکه او مهمند بابا ښودلي، چې په نیمروز ولایت کې یې هم دفترې مهرلاک شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: په وروستیو کې هغه موټر چلوونکي چې سرغړونې کوي، د دوی لخوا ورته جریمې نه ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه، مشرانو یې ورته ویلي، چې جریمې په اسلام کې حرامې دي او له همدې امله دوی په ترافیکي قضیو کې یاده چاره اوس نه ترسره کوي.

د یادونې وړده، چې تیر کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ترافیکي پېښې ترسره شوې وې.