خبرونهنړۍ

د انټرپول پولیسو په مرسته د بشار الاسد د حکومت چارواکي نیول کیږي

د سوريې اوسني حاکم سرپرست حکومت ویلي، چې د بشارالاسد د حکومت د شل تنو لوړ پوړو چارواکو لیست یې چمتو کړی، چې د انټرپول پولیسو په مرسته به یې نیول پیل شي.

دوی زیاته کړې، د یادو کسانو په نیولو کې ورسره انټرپول پولیسو د همکارۍ ژمنه کړې.

دوی ویلي، دغه شل تنو کې اکثریت یې د سوریې د خلکو په وړاندې په ډله ییزو وژنو، وحشتونو او نورو جرمونو کې ښکیل پیژندل شوي.