په فرانسه کې پر یوې ښځې د ډله ییز جنسي تیري په قضیه کې د هغې پخوانی میړه په شل کاله بند محکوم شو.
فرانسوي رسنیو ویلي: د فرانسې یوې محکمې د میرمنې د پخواني مېړه په ګډون ۵۱ تورن کسان د نشه يي توکو او ډله ییز جنسي تېري په قضیه کې مجرم وپېژندل.
د خبر له مخې؛ له څو کلونو راهیسې د یادې میرمنې خاوند هغې ته په نشې ورکولو سره د ډله ییز جنسي تیرې ښکار ګرځوله.
د دغه محکمې پر وړاندې د یادې میرمنې پخواني خاوند ۷۲ کلن ډومینیک په خپل جرم اعتراف کړی او ورته د محکمې له لورې د شل کاله د بند سزا ورکړل شوې ده.