
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په اندونیزیا کې یوه بېړۍ ډوله په سمندر کې ډوبه شوې، چې له امله یې ۴۳ کسان لادرکه شوي دي.
د لومړنیو را پورونو له مخې؛ دغه بېړۍ د بالي ټاپو سره نږدې ډوبه شوې ده.
رویټرز را پور ورکړی، چې په دې پېښه کې له ۶۵ تنو څخه یې ۲۲ ژغورل شوي او پاتې ۴۳ لادرکه دي.
تر اوسه د دغه بېړۍ د مسافرو د هویت او د ډوبېدو د لامل په اړه څه ندي ویل شوي.