افغانستانخبرونه

کابل ښاروالي په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې

کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د کابل ښاروالي مسوولينو په پلازمېنه کې په ټيټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د کابل ښاروالي فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزی وايي، سږ کال د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو یو ټن په شپږنیم زره افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړی زیاتوي: «کابل ښاروالي پرون د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې. کابل ښاروالي د کابل په ۲۲ ناحیو کې ۲۲ ځایونه مشخص کړي او یو ټن د ډبرو سکاره به په شپږنیم زره افغانۍ په‌کې پلورل کېږي. خلک کولای شي یادو مرکزونو ته ورشي او د اړتیا وړ سکاره څو ځله یا هره ورځ ترې ترلاسه کړي. هرې کورنۍ ته یو ټن د ډبرو سکاره په پام کې نیول شوي دي.»

د یادونې ده چې اوس د کابل ښار په بازارونو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه شاوخوا ۱۲ زره افغانۍ ده او د کابل ښاروالي مسوولان هم وايي چې تراوسه یې په ازاد بازار کې د ډبرو سکرو د پلورونکو لپاره نرخپاڼې نه‌دي مشخصې کړي.