افغانستانخبرونه

په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د ترافیکي پېښو پرمهال څلور کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ځایي طالب چارواکي د ترافیکي پېښو پرمهال د ۱۷ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند طایب حماد ویلي، چې نن(جمعه،۳۰د لېندۍ)د دغه ولایت په کامې او سره رود ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه کسان نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره په لومړۍ پېښه د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ شوې چې پرمهال یې دوه تنو خپل ژوند بایللی او اووه کسانو نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې په بله ترافیکي پېښه د کامې ولسوالۍ کې د ریکشې د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې، په کې دوه ښځې ژوبلې شوي.

د یو بل خبر له مخې دغه راز د کندهار ـ هرات پر لويه لار د سنګين دورراهي په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځایي طالب  چارواکو ويلي، چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي.

مسوولينو د دې پېښې لامل د موټر چلونکي بې‌پامي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په دوو جلاو مرګونو ترافيکي پېښو کې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ تنه نور ټپيان شوي وو.