کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)
سرچینې وایي، ناڅرګندو کسانو په ننګرهار کې د طب یو زده کړیال او په جوزجان ولایت کې یو قومي مخور په ډزو سره وژلي دي.
سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د شهزاد په نوم یو ځوان چې د طب په برخه کې یې زده کړې کولې، تیره ورځ ناڅرګنده کسانو د ننګرهار روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمه کې وژلی.
دغه سرچیني زیاته کړه، د یاد کس د جنازې لمونځ نن جمعه درې بجې ترسره شو، خو د قضیې لامل او عاملین څرګند نه دي.
په ورته وخت کې د جوزجان سیمه ییزو مسؤلینو ویلي، په دغه ولایت کې یو قومي مشر وژل دی.
د جوزجان امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وایي، دغه ۴۴ کلن شخص حمیدالله نومیده او تیره شپه د یاد ولایت اقچه ولسوالۍ کې د خپل کور مخې ته ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلی.
ننګرهار او جوزجان دوه هغه ولایتونه دي، چې د جنایي پېښو ګراف په کې تر ټولو لوړ ښودل کیږي.