خبرونهنړۍ

امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۷۰ زرو زیات کډوال له خپل هېواده شړلي

کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د یوه حکومتي راپور له مخې؛ چې تیره ورځ خپور شوی، په کې ویل شوي: امریکا په ۲۰۲۴ کال کې ۲۷۰ زرو څخه زیات کډوال له خپل هېواد شړلي، چې دا شمېر په تیرو لسو کالونو کې امریکا کې د کډوالو د ویستلو تر ټولو لوړه کچه ښودل شوې.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې د کلني راپور له مخې، دغه کډوال ۱۹۲ هېوادونو ته بېرته استول شوي دي.

د دغه را پور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا څخه ۱۴۲۵۸۰ تنه کډوال ویستل شوي وو، خو سږ کال دغه شمېر ۲۷۰ زرو څخه لوړ شوی دی.

امریکا په ۲۰۱۴ کال کې هم له خپل هېواده ۳۱۵ زره ۹۴۳ تنه کډوال له خپل هېواد څخه شړلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې دغه هېواد څخه به ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته ولیږي.