خبرونهنړۍ

روسیې په بمي چاودنه کې خپل وژل شوي جنرال ته د اتل لقب ورکړ.

کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

د روسيې حکومت د دغه هېواد د اټومي، بيولوژيکي او کيمياوي دفاعي ځواکونو قوماندان ايګور کريلوف ته چې په دې وروستيو کې په مسکو کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو، د اتل رسمي لقب ورکړ.

روسیې د دغه روسي جنرال د وژلو په تور یو ۲۹ کلن ازبکستانی وګړی نیولی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د وژل شوي جنرال ایګور کریلوف د اتلولۍ رتبه رسمآ د هغه کورنۍ ته وسپارل شوه.

ایګور کریلوف د قوس په ۲۷ مه نېټه په مسکو کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو، خو د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد چارواکو د نوموړي د قاتل د نیولو خبر ورکړ.

دغې ادارې ویلي، نیول شوی کس ۲۹ کلن ازبکستانی دی چې اوکراین ته یې کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین هم رسماٌ د یاد جنرال د وژل کېدو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.