خبرونهنړۍ

یونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۸ تنه مړه شوي

کابل ټيليګراف (د ليندۍ ۳۰مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د را پورونو له مخې؛ وروسته له هغې چې د یونان اړوند په مدیتراني سمندر کې ساحلي ساتونکو کښتۍ تعقیبوله، کښتۍ د ډیر سرعت له امله ډوبه او په کې اته تنه مړه شوي.

سیمه ییزو مسؤلینو ویلي، په دغه پېښه کې ۱۸ تنه ژوندي ژغورلي هم دي.

تر اوسه د یادو کسانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.

هر کال په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو سلګونه کډوال د ښه ژوند په هيله د سمندر له لارې اروپا ته د قاچاقي تګ پر مهال د کښتيو د چپه کېدو له امله له خپل ژوند له لاسه ورکوي.