کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، داسې یوه کړنلاره یې جوړه کړې، چې له مخې؛ ټول وزارتونه اړ دي، چې د کورنیو محصولاتو لګښت ته لومړیتوب ورکړي.
د یاد معاونیت په بیانیه کې راغلي: د کروندګرو، مالدارانو، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې د ملاتړ لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړې او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د ریاستالوزرا مقام ته استولې.
دوی د دغه کړنلارې له مخې، له هېوادوالو هم غوښتي، چې د خپلو پروژو او ودانیزو چارو لپاره د افغانستان تولید شویو سمنټو څخه ګټې اخیستنې ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «دا طرزالعمل د کروندګر او مالدارو د اقتصادي ودې پیاوړتیا او همداراز د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې لپاره جوړ شوی چې له ټولو لومړی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست او نور بنسټونه باید خپلو اړتیاو ته په دې محصولاتو کې لومړیتوب ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د تولیدي فابریکو مسؤلینو د لوړې مالیې او کم رنګه بازار څخه شکایت کوي.
آټکل کیږي، که د کورنیو تولیداتو مصرف ته لومړیتوب ورکړل شي، د افغانستان له اقتصادي ودې سره به مرسته وشي.