کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز) د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې پر حماس، حزبالله او ایران د بریدونو د دلایل په اړه غږیدلی.
نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې استخباراتي معلوماتو هغه دې ته اړ کړ چې حسن نصرالله لمنځه یوسي.
د ده په وینا معلوماتو ښودله چې حسن نصرالله د قاسم سلیماني په ځای ناستي بدل شوی او د مقاومت اصلي محور ګرځیدلی و.
نتانیاهو وویلي “یوازې د ایران اسلامي جمهوریت له نصرالله ګټه نه اخسته بلکې نصرالله هم له تهرانه ګټه پورته کوله”
د اسرائیلو لومړي وزیر د بریدونو په اړه وویل « موږ پر حزبالله برید وکړ چې ایران د خوندیتوب لپاره جوړ شوی و، خو تهران یې ملاتړ ونه کړ. او دوی هېڅکله د بشارالاسد د ساتنې لپاره په سوریه کې کوم ګام وانخیست»
هغه زاته کړه “موږ په ټوله کې د مقاومت محور په منځ ماته کړی”