خبرونهنړۍ

د امریکا او پاکستان ترمنځ ناندرې پیل شوې

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی، چې د دوی پر یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو د امریکا لخوا لګول شوي بندیزونه د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دی.

دوی زیاته کړې، دغه بندیزونه به د سیمې ستراتیژیک ثبات او نړیوال امنیت لپاره خطرناکې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د (دسمبر په  ۱۸) اعلان وکړ، چې واشنګټن د پاکستان د توغندیو د پروګرام د پلې کېدو له امله د دغه هېواد په پر څلورو خصوصي او دولتي ادارو بندیزونه ولګول.

د روان کال د اکتوبر په لومړیو کې د امریکا د سوداګرۍ، صنایعو او امنیت وزارت نهه پاکستاني شرکتونه په خپل تور لیست کې شامل کړل او د صادراتو د کنټرول قوانینو د سرغړونې او د وسلو او ډرون پروګرامونو د پراختیا په پلمه یې بندیز ولګاوه.

که څه هم پاکستان وایي، د هر ډول توغندیو او اټومي وسلو په ګډون د پوځي وسلو د تولید په برخه کې د دغه هېواد فعالیتونه د دفاعي اصولو په چوکاټ کې دي، خو امریکا دغه اقدام د اندېښنې وړ بللی.

پاکستان چې د امریکا یو له ستراتیژیکو ملګرو څخه بلل کیږي، په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې پیل شوې.