کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د تحولاتو په اړه په تازه مرکه کې ویلي؛ بشارالاسد زموږ د سپارښتنو له اوریدو ډده کړې وه.
سید عباس عراقچي د مصر له الغد شبکې سره په مرکه کې وویل: امریکا او اسرائیل د سیمې د ټولو هېوادونو د کمزوري کولو په لټه کې دي او زیاته یې کړه، د امریکې او اسرائیلو محور په منځني ختیځ کې د مقاومت ډلو د لمنځه وړلو په لټه کې دي.
د عراقچي په وینا دا پروژه په داسې حال کې تعقیبیږي، چې په منځنی ختیځ کې د مقاومت محور د اسرائیلي پر ضد پراخ او سخت بریدونه کړي دي.
هغه د سوریې د وروستیو بدلونونو لامل، له خپلو خلکو او مخالفینو سره د سوریې د حکومت تعامل یاد کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزیر وویل: هیڅکله یې له خلکو او مخالفانو سره د حکومت په ارتباط او تعامل کې لاسوهنه نده کړې.
هغه وایي، مونږ بشار الاسد ته ډیرې سپارښتنې وکړې، خو هغه یې له اوریدو ډډه وکړه.
د ایران د دغه لوړ رتبه چارواکي په وینا، ایران بشار الاسد ته په ادلب کې له وړاندې د خوځښت په اړه خبرداری ورکړی وو.