افغانستانخبرونه

سبا د هېواد اکثریت ولایتونو کې د پوليو واکسین کمپاين پيلېږي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق/يونیسف تر ملاتړ لاندې له پولیو څخه د افغانستان د خلاصون پروګرام وايي چې سبا د دغه هېواد اکثریت ولایتونو کې د ګوزڼ/پوليو ناروغۍ د مخنيوي په موخه د واکسین کمپاين پيلوي.

د پوليو فری افغانستان سازمان پر خپلو ټولنيزو شبکو لیکلي چې د پولیو واکسین کمپاین به سبا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیل شي.

دوی له افغان وګړو غوښتي:” له پوليو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي.”