کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
راپورونه وايي چې په هېواد کې مېشت يو شمېر افغان سیکان او هندوان د طالبانو د کډوالو چارو د وژل شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او غمرازۍ په موخه د سراج الدین حقاني کور ته ورغلي دي.
سراج الدین حقاني چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست دی د خلیل حقاني وراره دی.
د حقاني کورنۍ وايي، چې دغه افغان هندوان او سیکان پرون پکتیا ولايت کې د سراج الدین حقاني کور ته ورغلي او هغه سره یې غمرازي شریکه کړې ده.
د سراج الدین حقاني په نوم يوې اېکسپاڼې لیکلي: «دوی د دې غم په اړه تسلیت وړاندې کړ او د ملي یووالي او همکارۍ لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه.»