کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د کوزې پښتونخوا جنوبي وزیرستان مکین سیمه کې په یوه نظامي مرکز د برید په ترڅ کې ۱۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې؛ دغه پېښه چې تیره ورځ رامنځته شوې، د نظامیانو په ځوابیه برید کې د دوی اته وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې په کوزې پښتونخوا بېلا بېلو سیمو کې په نظاميانو بریدونه زیات شوي.