کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
طالبانو د کابل ښار په زړه کې جمهوریت سوداګریز مرکز ړنګ کړی چې له کبله یې څه باندې ۱۵۰ دوکاندارانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی او راتلونکې ته اندېښمن دي.
د دغه مارکېټ ځينو دوکاندارانو رسنیو ته ویلي چې په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ په ناڅاپي اقدام کې د ځينو دوکاندارانو سوداګريز توکي او مالونه تر خاورو لاندې کړي او له منځه یې وړي دي.
دغه دوکاندران وايي چې طالبانو د هغوی غوښتنه له پامه غورځولی او د ژمي په درشل کې یې د یوې بېړنۍ پرېکړې په ترڅ کې د دغه سوداګریز مارکېټ وران کړ او تر ۱۵۰ ډېرو کسانو کاروبار او سرمايه يې غرقه کړه. دوکانداران وايي چې له دغه مارکيټه د زرګونو کسانو د رزق چاره روانه وه.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي انيس دولتي ورځپاڼې ته ويلي چې د جمهوريت مارکيټ ځمکه شخصي ملکيت دی او د ځمکې مالک دغه اقدام کړی دی. بارکزی وايي چې کابل ښاروالي په دې کې کوم اقدام نه دی کړی.
د جمهوريت مارکيټ چې ۱۷۱ دوکانونه پکې اباد ول له شاوخوا ۵ لسيزې په دغه ځای کې ودان و، چې د دوکانونو مالکان يې وايي د مارکيټ د ړنګولو لپاره له ماشينونو سره يوځای وسلوال طالبان ورغلی وو.