خبرونهنړۍ

هند کې د کم عمره نجونو د ودولو په تړاو ۵۰۰۰ کسان نيول شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د هند په شمال کې د اسام ایالت چارواکي وايي چې د کم عمره ماشومو نجونو د ودولو په تړاو يې ۵۰۰۰ کسان نيولي دي.

د دغه ایالت چارواکو د ماشومانو د ودونو د مخنيوي لپاره يو کمپاين پيل کړی چې د ۲۰۲۶ کال تر اواخرو به دوام وکړي او په اسام کې به په کم عمر کې د نجونو د ودولو مخه ونيسي.

په دغه ایالت کې د کوچنیو نجونو ودول يو پخوانی رواج دی چې اوس يې چارواکو د مخنيوي لپاره بډې رانغاړلې دي.

د اسام ایالت وزیر اعلی (والي) میمانتا بیسوا سارم رسنيو ته ويلي چې د دغه بد رواج د مخنيوي لپاره به په کلکه مبارزې ته دوام ورکړي.