افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د سرطان ناروغي د پخوا په پرتله زیاته شوې

کابل ټیلیګراف (د مرغومي ۳یمه ـ ۱۴۰۳ لمریز)

په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکتر شفق شینواری وايي، هر کال تر ۱۹ زرو ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو څه کم ۷۶ فیصده یې مري:

«د روغتیايي سکټور د معلوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې تقریباً ۱۹ زره ۴۵۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، له بده مرغه ۱۴ زره ۷ سوه ۴۶ وګړي د دې ناروغۍ له کبله مري. زموږ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په سرطان د ټولو اخته کسانو شمېر شا و خوا ۵۰۰ زرو ته رسېږي.»

هغه کسان چې په سرطان اخته ناروغان لري وايي، له بېوزلۍ کړېږي او په دې نه پوهېږي چې د خپلو ناروغانو درملنه څنګه وکړي.